په پاکستان کې د کرونا ۴۰۸۷ نوى پېښې ثبت شوې

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کرونا وبا ۴۰۸۷ تازه پېښې ثبت شوې دي. د پاکستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې له تېرې ورځې راهیسې ۷۸ تنو ددغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې سره په دغه هېواد کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۵۵۱ تنو ته ورسېد. اوسمهال په دغه هېواد کې دوه لکه ۲۱ زره ۸۹۶ تنه په کرونا وبا اخته دي.

روغتیايې چارواکو  ویلي، چې د ۲۴۷۹ کسانو روغتیايې حالت نازک دی. کرونا تر ټولو زیات کسان ددغه هېواد په پنجاب کې مړه کړي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*