د لويديځ ډيموکراسي دروغ او دوه مخي ده

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
دا دروغ ويونکي تر مخې يو تر شا بل مخ اودوه مخې دروغجن په کلي کې څوک نه پريږدي شاهدي يې نه منل کيږي او په خبرو کې يې څوک نه پوښتي .
دلويديځ ډيموکراسي دروغ او دوه مخي ده او د سرمايه دارو کار دى چې هيڅکله رښتيا نه وايي همدا وجه ده چې دوى اخلاقي ميراث او ميړانه نه لري او د زوال پر لوري روان دي .
په اروپا کې مسلمانان خپل اسلامي هويت ساتي او وايي : په اسلام کې دروغ او زيان رسول نا حقه وژل ……….. نه شته .
پښتانه د شريعت او پښتونولۍ تر څنګه خپلو شاعرانو ته هم غوږ نيسي او له هغوى هم اوري .
رحمان بابا ويلي :
په سر پوښ محل کې نور دآفتاب نشته
دا دولت دى نازل شوى په ډاګيانو
ستا له غمه په ځان زړه درحمان سوځي
لکه شمع په زيارت دشهيدانو
چې کوټلى دى په تېغ ستا دچشمانو
سر حلقه دى دجمله وشهيدانو
ستا وصال دسر پريکړيو دى دلبره
ژوندى نه مومي جنت بې مرده ګانو
که څه هم چې پښتون دلويديځې نړۍ سره لاس او ګريوان دى خو اسلام پښتونولي ، خپل تاريخ ، خپل ادب او خپل مشران نه هيروي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*