د راز اونياز تصوف

(٢٥مه برخه)
ليک س، سيرت
امام قشيرى رح فرمايي تصوف دصحابه کرامو (صفه) ته ځکه منسوب دى چې درسول اکرم صلى الله عليه وسلم په وخت کې په نبوي مسجد کې په عبادت بوخت وو له هغه وخته ورته صوفيان ويل کيږي حضرت ابن عباس رض فرمايي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم تر ټولو لومړي علم باطن خلفاء راشيدن بيا عبدالله او څو نورو يارانو ته ور زده کړ چې له نورو يارانو يې يو حضرت ابوهريره رض دى.
حضرت ابوهريره فرمايي ماله حضرت محمد صلى الله عليه وسلم څخه دوه علمه ياد کړي دي يو يې خلکو ته بيان کړ چې هغه شرعي احکام دى او که بل مې بيان کړى وائې سر راڅخه پرې کيده چې هغه علم باطن دى .
امام کرمايي فرمايي : د ټولو مذاهبو علماء کرامو اهل سنت ، احناف ، شوافع ، حنابله ، موالک په علم باطن پوهيدلي دي ددې ټولو مذاهبو بزرګانو او علماء دتصوف علم تصديق کړى او د صوفيه کرامو طريقه ئې الله نه دمعرفت طريقه بللى ده .
الله تعالى په قرانکريم اسماني کتاب کې فرمايې (ماپيريان او انسانان نه دى پيدا کړي بغير ددې نه چې زما عبادت وکړي )ددې نه دا ثابته شوه چې صوفيه کرامو دالله ريښتونى عبادت کوونکى دغورى لارى (تصوف) پيروان دي ا و په دې لار کې په ذکر او عبادت سره دالله تعالى رضا حاصلوي چې دا د ذکر او عبادت ژوند ئې يو کامياب ژوند بللې دى صوفيه کرامو په شرعيت ، حقيقت او اخلاص سره خپل ژوند غوره کړى دى مانا دا چې دشريعت ټولى خواوي دحقيقت ټول اصول او داخلاص ټولى لارى ئې خپل کړى او دالله بندګى پرې کوي داسې بندګي چې په دنيا او عقبى کې کاميابه بندګى او زندګې ده داهل تصرف لارويانو ته دا څرګنديدل لازمي دي چې لومړى دحقيقت بيا دطريقت او وروسته داخلاص په عملي کولو دالله رضا حاصله کړى حقيقت هغه څه دي چې دالله ټول شرعي احکام بې دتکليفه پر ځان عملي کړي او طريقت هغه لاره ده چې دالله تعالى ټول شرعي احکامو کې به دالله تعالى درضا لپاره يو څه تکليف تيروي. روژى به نيسي نفسي خواهشات به شاته کوي دشپې عبادت به کوي ذکر به کوي او دعباداتو لپاره به دخوب پر ځاى شپې رټوي دريم اخلاص دي اخلاص هغه څه دي چې په حقيقت او طريقت دواړو کې په اخلاص مقصد نيسي که په دې دواړو کې اخلاص نه وي بيا صوفي خپل مقصد ته په کامله توګه نشي رسيدلاى
الله تعالى دبندګانو اخلاص ته ګوري چې څومره په اخلاص عبادات کوي او اخلاص هغه وخت رامنځ ته کيږي چې يو صوفي په خپل دنفس تزکيه وکړي الله تعالى فرمايي (قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا ) کامياب او ريښتونى هغه کسان دي چې خپل نفسونه يې تزکيه يانى پاک کړي دي .
نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*