خلیلزاد له شاه محمود قریشي سره پر افغان سولې خبرې کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره پر افغان سولې خبرې کړي خو قريشي زلمي خليلزاد ته ويلي دي چې امريکا زمونږ د هغو هڅو ستاينه نه کوي چې د ترهگرۍ پر خلاف مو کړي دي دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبر پاڼې کې ويلي دي، د پاکستان او امریکا اړیکې یو مثبت چلن غواړي، او باید د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان رول ستاینه وشي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت  خبرپاڼه زياتوي ، زلمی خلیلزاد او شاه محمود قریشي د افغان سولې بهیر په اړه وغږېدل او پاکستان یو ځل بیا له دې بهیره خپل ملاتړ او د مرستې هوډ څرګند کړ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*