اشرف غني : تريکشنې به د طالب بنديانو د خوشي کېدا طرحه بشپړه شي

محمد اشرف غني  په يوې مرکې کې ويلي دي چې  داسې امکان شته چې له  طالبانو سره بين الافغاني خبرې  په قطر کې وشي.

اشرف غني  د اندونیزیا، ازبکستان، جرمني، ناروې، روسیې او چین نومونه د هغو هیوادونو په توګه یاد کړل چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو کوربتوب ته لیوال دي. هغه وویل چې په راتلونکو اونیو کې به د ۱۸ دوستو او ګاونډیو هیوادونو سره بحث وشي چې سیمه ییزه او نړیواله اجماع ترلاسه شي.

غني وویل چې تر راتلونکې یکشنبې پورې به د بندیانو د خوشې کولو طرحه بشپړه شي، خو ټینګار یې وکړ چې که طالبان افغان پوځیان چې ورسره بندیان دي خوشې نه کړي د طالبانو پاتې بندیان به هم ازاد نه کړي.  غني وویل: “د بندیانو خوشې کول تبادله ده، طالبان باید د دولت بندیان خوشې کړي، پرته له هغې د زندانیانو خوشې کول یو اړخیز نشي کیدای.”.

د افغانستان حکومت تر اوسه ۳۶۰۰ طالبان  خوشې کړي دي او طالبان هم  وايي  چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو ۵۰۰ منسوبین یې خوشې کړي،

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*