د راز اونياز تصوف

ليک س، سيرت

(٢٤مه برخه)

٦- الولويه طريقه : ددې طريقې باني(موسس) يا بنسټګر مولانا جلال الدين رومي دى چې په ٦٧٢هـ کې تېر شوى دى مولانا رومي به تل ذکر کاوه په علم او تقوا کې ئې ځانکړى مقام لاره ددې طريقې پيروان ذکر په حلقوي ډول کوي چې په پوره رياضت او د ريا څخه پاک ذکر په ذکر کې په ارام ناست وي او د زړه په مينه الله پاک يادوي په حلقوي ذکر کې دمولاناد روم په وينا د ذاکرينو زړونه پاکيږي او الله پاک ته نږدى کيږي
٧- شاذليه طريقه : ددې طريقې موسس ابى حسن شاه ذلي دى چې په ٥٩٣-٦٥٦هـ کې تېر شوى دى يا يې ژوند کړى دى په دې طريقه ذاکرين ډير په اسانه ذکر کوي دالله پاک نږديوالې ته غوره لار ذکر او تقوا بولي .
٨- الاکبريه طريقه : ددې طريقې موسس او باني محى الدين ابن عربي دى ددې طريقې اصول دنورو طريقو څخه زياتوالى لري زياتوالى ئې په د ې کې دى چې د ذکر، نوافلو ، تهجدو او عباداتو ترڅنګ دروژې په ځانګړى عبادت ټينګار کوي ددې طريقې پېروان وايي څومره چې يو صوفي روژى ونيسي پر ځان ولږه او تنده تېره کړى په ځان ته ژوند يا ګوښه توب سره الله پاک ياد کړى دالله لخوا دغم او مصيبت پر مهال صبر وکړي دالله نعمتونو شکر په عباداتو ادا کړى او د تل لپاره ئې رضا په قضاواوسي بيا نو دکاميابۍ او الله نه د معرفت او نږديوالي غوره لار همدا لاره ده چې دالاکبريه طريقې صوفيانو خپله کړې ده .
٩- الدسوقيه طريقه : ددې طريقې موسس ابراهيم سوقي دى چې په ٦٣٣-٣٧٦هـ کې يې ژوند کړى دى پدې طريقه کې حضوع او خشوع زياته وه احترام پکې زيات دى اداب پکې زيات دى دومره اداب چې خپل شيخ دالله په بندګانو کې تر نورو بندګانو غوره ګڼي او په مريدۍ کې ورته ځان تسليموي .
دټولو شرعي اوامرو ئې پوره اطاعت په پوره درنښت کوي ددې طريقې پيروان په ټولنه کې دنورو وګړو سره په ډيره مينه ژوند کوي ځانته هله صوفي او ددې طريقى پيرو وايې چې په بشپړه توګه په نفسي خواهشاتو کنترول حاصل کړى په ټولنه کې د شرعي احکامو په اساس خلکو ته بلنه ورکوي او عمل ئې دريښتوني لارې شرعي عمل وي هغه صوفي او يا دتصوف طريقې ته پاکه طريقه او لاره وايي .
يو شمير دتصوف دپاکې لارې مخالفين وايي چې صوفيانو دتصوف کلمه خپله را پيدا کړى او جوړه کړې ده حال دا چې ددې اختلاف دومره کمزورى دى چې دصوفي په کلمه هم نه پوهيږي او نه په دې پوهيږي چې څوک په کومه لاره ، علم او فن کې پوهه ولري تجربه ولري او دعملي ژوند برخه ئې وګرځوي بنسټ يې هغه شخص ته کيږي د حضور اکرم صلى الله عليه وسلم په ژوند کې تصوف عبادت او ذکر وجود لاره خو دهر علم دخاوندانو په نوم عملونه نه وو نومول شوي .
دهر علم خاوندانو چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ژوند کې هم د زاهد ، ذاکر ، پرهيزګار او تقوادار جملې استعمال شوې ځينو علماء چې په احاديثو کې زيات علم حاصل کړ داحاديثو حافضان شول محديثين ونومول شول دنحوې عالمانو ته نحويان ، صرف عالمانو ته صرفيان او دتبليغ فصاحت به چې کوم عالم درلود هغو ته به مبليغين ويل کيږي همدارنګه مفسيرين فقهې او محمديثين علماء دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم څخه زده کړې وکړې او په بيلا بيلو نومونو يادکړل شول چې صوفيان دحضور اکرم صلى الله عليه وسلم په ژوند کې په عباداتو ، ذکر او دخداى په لار کې په تربيت او سلوک مشغول ؤ هغوى په صوفيانو ونومول شول .
کله هم چې يو مسلمان بنده په صوفي نومول شوي هغه دالله په بندګۍ کې دومره ژور تللى چې بيا منکرين هم په خپله ريښتنولى قانع کړيدى
هغه چا چې دتصوف لار نيولى ده غه داسماني وحى لار خپله کړيده هغه دمحمدى دين لار خپله کړيده صوفيانو له هغو ددې لارو پيروى پر ځانونو لازمي ګرځولى ده کومه چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم يادې کړې دي داسلام داطاعت او عبادت لار ، ايمان دنورو او عقيدى لار احسان هغه لاره چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم ئې خپل امت ته مقامونه ياد کړي دى هغه مقامونه لکه چې احسان يې ياد کړل شوي دي هغه دعبادات پر مهال دزړه حضور او توجه ده دالله داحکامو عملي کيدل او غفلت نه کول دي ديوه عبادت کوونکى لپاره داحسان مقام خپلول ضروري دي او چا چې په خپله بندګۍ احسان د زړه حضور او نور دبندګى اوامر په ځاى نه کړل دهغه دين او لار دصوفيانو لار نه ده يو صوفي هغه وخت دراز او نياز دتصوف مقام ته رسيدلاى شي چې داسلام او ايمان ټول ارکان پر ځاى کړى ځکه تصوف دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم او دصحابه کرامو له ژونده سرچينه اخستى دههغه لارښووني چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم صحابه کرامو ته کړى او هغوي په کامله توګه منلي دي هغه خپله تصوف دى .

نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*