پښتانه پښتونولي لري، ډيموکراسي نه غواړي

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
همدغه چغې دي او بس دهغوى غږونه که په آسمانونو کې ملايکى واوري او ملايکې راشي او دشګو سره دوى ووهي بله لاره نه شته دا ظلم يو انجام او يو مهال لري چې هر کله يې خداى تعالى وغواړي پاى ته به ورسيږي او د ظالمانو ساز او سامان به ونړوي ان الله على کل شى قدير داسې شوى بيا به هم کيږي .
په دغه روان مهال کې امريکايان وايي چې پر جګړې کولو دافغانستان او عراق جګړې ګټلاى نه شو .
اړينه ده چې دنورو لارو پر لټون اخته شي همدا يوه معجزه ده . بوش او بلير وايې دا ديوې بلې طريقې جګړه ده چې له نورو جګړو سره توپير لري زمونږ خلک وايي دا له سره جګړه نه ده دې ته غدۍ وايي پر نيمې شپې چې په يو کلي کې خلک ويده وي ور ولويږي دا ډيره ناځواني ده او دغلو کار دى
که دا اوږده جګړه وي بيا هم دهر عمل يو مهال ويش وي دا روانه جګړه څومره مهال غواړي ؟
دهيچا عقل دا نه مني چې دسپتمبر يوولسمه دوه زره يو پېښه دې له افغانسان سره اړه ولري افغانان دې ته ابتلا وايې چې سړى پر يوې بلا اخته شي لکه چې دچا ځوى ليونى شي .
په دې کې يو حقيقت ليدل کيږئ او هغه زور او پېسې دي په عراق او افغانستان کې يو شمير خلک پر پيسو واخيستل شول هغوى چې بيعه لري او بيعه يې څرګنده وي هغوى سړي نه دي ځکه قيمت يې ورکول کيږي پښتانه پښتونولي لري ډيموکراسي نه غواړي همدا چې خلکو خپل مشر پر رڼا ورځ او ښکاره وټاکه او لاسونه يې پر ږيرو تېر کړل ټاکنه سرته ورسيده دپټى کار پښتانه نه کوي چې يوې کوټې کې دچا نوم وليکي پېسې له يوه واخلي او رانه بل چاته ورکړي يا هر يوه دروغ ووايې چې تاته مې رايه درکړه .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*