يونامااو افغانستان د بشري حقونو کمېسون :په سنگين کې د هاوان بريد افغان سرتېرو کړى

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازۍ (يوناما) او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون ويلي دي ددوى ، لومړنۍ موندنې يې ښيي، چې د دو شنبې په ورځ(د جون ۲۹) د هلمند د سنګين ولسوالۍ پر بازار د هاوان ډزې حکومتي پوځيانو کړې دي.

يوناما په يوه ټويټ کې ويلي: “د یوناما لومړنۍ او بې پرې موندنې ښيي چې د افغان ملي پوځ د هاوان بريد ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.”

يوناما زیاتوي، څو باوري سرچينې تاییدوي چې افغان ملي پوځ د طالبانو د ډزو په ځواب کې د هاوان وژونکې ګولۍ ويشتې او نښه ترې خطا شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون مرستيال نعيم نظري هم يونما ته ورته خبره کړې ده.

نظري ويلي، د هلمند د سنګين ولسوالۍ پېښه د طالبانو د بريد په ځواب کې د افغان ځواکونو د غبرګون له امله شوې ده او د لومړنيو شمېرو پربنسټ په دغه بريد کې ٢٧ کسان وژل شوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*