زلمی خلیلزاد:د مرکزي اوجنوبي اسیا پرمختگ لپاره سوله ايز افغانستان اړين دى

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ويلي دي  د مرکزي اسیا د پرمختګ لپاره یوه سوله ییز او با ثباته افغانستان ته اړتیا ده.
خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې په تاشکند کې یې د سي ۵ هېوادونو په غونډه کې ګډون کړی دی او هلته یې پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي.
د خلیلزاد  په وینا امریکا د یادو هېوادونو له خپلواکۍ ملاتړ کوي او پوره هڅه کوي چې په دغه هېوادونو کې سترې انکشافي پروژې پیل کړي او دغه هېوادونه دایمي پرمختګ ته ورسېږي.
هغه ویلي د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو په غونډه کې یې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. نوموړي ویلي چې خبرې یې ښې وې او یادو هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. په دې غونډه کې خلیلزاد ویلي چې با ثباته افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا د اتصال لپاره خورا مهم دی او که دغه هېواد امن کېږي نو په سیمه کې د پرمختګ او سولې سبب کېږي. هغه له یادو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره د اقتصادي ودې او انکشاف په برخه کې همکاري وکړي.
له بله خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو   مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان پر وضعیت  ان لاين خبرې کړې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*