خلوتګر:۹۵۳افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي پر کرونا اخته شوي

په افغانستان کې د “نۍ” ادارې  مشر مجیب خلوتګر  ويلي دي  چې د نۍ د سروې له مخې له تیرو څلورو میاشتو راهېسې تر دې اوونۍ پورې ۹۵۳افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د کرونا په ویروس اخته شوي دي. د نۍ رئیس مجیب خلوتګر  ویلي چې د کرونا له کبله تر دې دمه شپږ افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي مړه شوي هم دي.  خلوتګر وویل “د جغرافیوي موقعیت له مخې په مرکزي زون، چې کابل او شاوخوا ولایتونه په کې دي، تر ټولو زیات د کرونا په ناروغۍ اخته شوي چې شمېر یې ۵۶۰ رسیږي. د کابل نه وروسته ۱۷۱تنه په کندهار او نورو جنوبي ولایتونو کې په کرونا اخته شوي. د هغه وروسته هرات او شاوخوا ولایتونه دي چې ۱۲۰کسان اخته شوي او د لویدیځې حوزې وروسته د بلخ ولایت او د دغه ولایت شاوخوا ولایتونه دي چې ۸۹تنه په کې په کرونا اخته شوي دي.” خلوتګر زياتوي  چې د نارینه پرتله خبریالانې په کم شمیر کې د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*