امریکا د کروناضد درملو ټوله زيرمه واخيسته

د امریکا حکومت د کرونا وېروس ضد کارېدونکو درملو (رېمډېسوېر) ټوله نړیواله زېرمه د ځان لپاره اخیستې ده.‌

دا درمل د ګیلېډ په نامه شرکت لخوا جوړېږي او په امریکا او برتانیا کې لومړی ډول درمل دي چې‌ د روغتیایي چارواکو په وینا، د کررونا وېروس جدي ناروغانو سره مرسته کولی شي.

د امریکا د عامي روغتیا او بشري خدمتونو ادارې ویلي، د ولسمشر ټرمپ ادارې له ګیلېډ شرکت سره د دې درملو د رانیولو لپاره یو ښه تړون کړی.

د دې تړون له مخې به امریکا د دې درملو ۵ لکه خوراکه ترلاسه کوي او په دې معنا ده چې د جولای میاشت کې جوړېدونکي ټول درمل به امریکا ته ځي

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې دې ګام یو شمېر اروپایي‌ هېوادونه اندېښمن کړي او وېره شته چې ښایي اروپا له دې درملو بې برخې پاتې شي.

ازموینې ښیي چې د کووېډ-۱۹ هغه ناروغان چې (رېمډېسوېر) کاروي،‌ نسبتاً ژر بېرته ښه کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*