چین د اویغور د وګړو مهارولو يې ښځې شنډوي

دبي بي سي د راپور له مخې  یو نوی رپوټ ښيي، چین د اویغور د وګړو مهارولو لپاره د دغو لږکیو د ښځو اجباري شنډول پیل کړي یا یې د میندوارۍ د مخنیوي الو کارولو ته اړ ایستلې دي. د دې رپوټ په خپرېدو د چین پر وړاندې نړیوال غبرګونونه ښودل شوي دي.
د چین د چارو وتلي څېړونکي او شناند ادریان زنز دا رپوټ چمتو کړی چې په خپرېدو یې په دې اړه له ملګرو ملتونو د څېړنې غوښتنې شوې دي.
نوموړي په دې رپوټ کې لیکلي، د چین حکومت په سین کیانګ ایالت کې چې تر ډېره پکې اویغوري مسلمان لږکي اوسېږي، ښځې د میندوارۍ مخنیوي ته اړ ایستلې دي.
د چین دولت په دې رپوټ کې یادې ادعاوې رد کړې او بې بنسټه یې بللې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*