په پاکستان کې د کرونا له امله د مړو شمېره ٤٣٠٤ ته ورسېده

کرونا وايرس په پاکستان کې نور ١١٨ کسان مړه کړي چې ورسره په ملک کې په دې وايرس د مړو شمېره ٤٣٠٤ ته ورسېده، خو د دې ترڅنګ د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس اخته ٢٦٨٩ کسانو روغتیايي حالت مرګونی دی.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ملک کې په نورو ٢٨٤٦ کسانو کې دا وايرس معلوم شوي دي، په ملک کې تراوسه پورې په دوه لکه٦١٤٨ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

سرکاري شمېرې وايي په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس ٢٠زره٩٣٠ معاينې شوي دي.

ويل شوي تراوسه پورې د دې وايرس نه ٩٨زره٥٠٣ کسان ښه شوي هم دي.

د پاکستان سند صوبه بيا هم په سر کې ده چرته چې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې پېښې رپوټ شوي خو د دې وايرس څخه بيا زيات مړي په پنجاب صوبه کې شوي دي.

په پنجاب صوبه کې تراوسه پورې ١٧٢٧ کسان د دې وايرس څخه مړه شوي او په ٧٥زره٥٠١کسانو کې دا دې وايرس پخلی شوی او ٢٧زره ١٤٧ ترې ښه شوي دي.

په سند صوبه کې په ٨١زره٩٨٥ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ١٣٤٣ ترې مړه شوي خو دلته بيا په دې وايرس اخته شوي ډېر کسان ښه شوي هم دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په سند صوبه کې ٤٥زره٦١٦ کسان د کرونا څخه روغ شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د ياد وايرس څخه ٩٣٥ کسان مړه شوي، په ٢٦زره١١٥ کسانو کې دا وايرس معلوم شوي او 12زره626 ترې ښه شوي دي.

په اسلام اباد کې د کرونا څخه ١٢٨، په بلوچستان کې ١١٩، په ازادکشمیر ٢٨ او په ګلګت کې ٢٤ کسان د دې وايرس نه مړه شوي دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*