
د طالبانو سیاسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپل ټوټټر ليکلي دي چې طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند او مل هئیت يې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره د ويډويي کانفرانس له لارې خبرې کړي دي دشاهين پر خبره
پدې ویډیویي اړيکه کې د دوحې د توافقنامې په تطبیق، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو خبرې وشوى همدارنگه سهيل شاهين پر بل ټويټ کې وايي چې د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند او مل هئیت یې د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له خاص استازي محمد ابراهیم طاهریان او مل هئیت سره په دوحه کې وکتل.
د شاهين پر خبره ، دواړو خواوو په ایران کې د افغان مهاجرینو په ستونزو، سرحدي مسائلو خبرې وکړي شهاهين پر ټويټر ليکي د افغانانو په مشری او مالکیت بین الافغاني خبرو او د افغانستان په روان وضعیت خبرې وکړې. ملا برادر اخند له خاص استازي طاهریان څخه غوښتنه وکړي چې په ایران کې افغان مهاجرینو سره د اسلامي ورورګلوۍ تعامل وشي. همدا شان د بین الافغانی مذاکراتو په هکله ملابرادر اخند وویل چې مونږ د توافقنامې ټولو موادو ته ژمن یو. کله چې زمونږ بندیان راخوشي شي مونږ د بین الافغانی خبرو پیل ته چمتووالی لرو .
Leave a Reply