دا خبره هيڅ لاره او منطق نه لري

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
هوکې !

دا طالب انسان دى ، مور ، پلار ، خور او ورور لري
ټوني بلير وايي : دلته ترورستان روزل کيږي بيا نورې نړۍ ته ځي او هلته بيګناه خلک وژني .
دا داسې خبره ده چې هيڅ لاره او منطق نه لري نورې نړۍ کې داسې نه ده لکه چې دپښتنو پر سپېرو غرونو او راغونو راغلې ده، نوره نړۍ له مونږ ډير سرحدونه ، پوليس، عسکر، الوتکې ، توپونه لري خلک يې دمخابرې وسايل ، ميليون ميليون کارپوهان ، خروار خروار مالونه ليږدوي .
له دې ځايه سړي څنګه کولاى شي چې پر بهرنۍ ژبو نه پوهيږي هيڅ هنر ونه لري ګيډې يې تشې او جب يې خالي وي نورې نړۍ ته ګام پورته کړي نو د انګليس صدر اعظم چې داخبره کوي او دپښتنو دجګړې لپاره دعسکرو پر نويو جنګي وسايلو ، چورلکو ، توپونو ، ټانکونو ، خوراک ، پوښاک دارو درملو …. پوره ويني وګڼه چې داخبره به کوي چې هر څه برابر شوي يواځې دطالب پښتون وژنه پاتې ده .
ټوله نړۍ هغه شهيدان چې پښې لوڅې او سر لوڅي پر تورو سپيرو خاورو پرته دي ويني او هغه امريکايي انګليسي عسکر هم ويني چې ټول وجود يې د ګوليو ضد کاليو پوښلاى ټوک پر لاس سره مخونه دبنى ادمانو ښکار ته راغلي ماشومان ، ښځې او بوډاګان وژني له ځمکې او له هوا پرې بريدونه
ايا د انسانيت خبره پر يوويشتمې پيړۍ همدا ده ؟
هيڅ عقل کار نه کوي چې ددې بې انډوله جګړې پايناب به څنګه وي نن په نړۍ کې يواځې داندونيزيا دماشومانو چغې دي چې دافغانستان او عراق لپاره يې وهي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*