جاوید فیصل: طالبانو تردې دمه ۶۱۶ حکومتي بنديان خوشي کړي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وياند جاوید فیصل ويلي دي چې ، طالبانو تراوسه پورې ۶۱۶ تنه اسیران خوشی کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویندوی جاوید فیصل زياتوي ، د طالبانو له لوري په خوشي شویو بندیانو کې ۴۰۸ تنه امنیتي ځواکونه او نور ملکي وګړي دي.

د افغانستان حکومت تراوسه پورې د طالبانو شاوخوا ۴ زره بندیان خوشي کړي او ویلي یې دي چې نور به هم ژر خوشي شي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*