د کډوالو چارو وزارت:شاوخوا۳۸۰زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وياند عبدالباسط انصاري ويلي دي  د سږکال د جنورۍ له مياشتې تر اوسه شاوخوا۳۸۰زره افغان کډوال له ايران او پاکستان څخه هېواد ته راګرځېدلي دي.

عبدالباسط انصاري زیاتوي چې له راستانه شویو کډوالو سره د روغتیايي اسانتیاو او سفريې په برخه کې مرستې شوې دي.

د ياد وزارت وياند عبدالباسط انصاري زياتوي ، له دې ډلې ۵۵ زره له پاکستان او پاتې نور یې له ايران څخه راګرځېدلي دي.

نوموړی زياتوي، ډېر کډوال په خپله خوښه هېواد ته راغلي دي خو شاوخوا ۲،۴ ميليونه افغانان په پاکستان او ۲،۵ ميليون بيا ايران کې  لاکډوال دي.

نوموړى وايي ټينګار کوي چې په ايران، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې شاوخوا ۱۰۰تنه افغان کډوال د کورونا له امله مړه شوي چې په وینا یې د دغو تلفاتو ډېره شمېره په ایران کې ده: (( د ۲۰۲۰م کال په لومړۍ میاشت څخه تراوسه ۳۸۰زره افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو څخه راستانه شوي دي او ۵۵زره یوازې له پاکستان څخه راستانه شوي دي))

په افغانستان کې د کډوالو ماموريت نړيوال سازمان یا ای او ایم په خپل اوونیز راپور کې چې د روانې جون مياشتې له ۱۴مې تر ۲۰مې خپور شوی ویلي چې د روان ميلادي کال له پيل څخه تر دې دمه ۳۳۹ زره او ۸۷۱ تنه له ايران او پاکستان څخه بېرته راګرځېدلي دي.

په راپور کې راغلي چې له ایران څخه ۳۳۷ زره او ۸۷۱ تنه او له پاکستان څخه ۱۸۷۱ تنه راغلي دي.

په راپور کې ويل شوي چې له پاکستان څخه ډېر شمېر کډوال د تورخم او ايران څخه بيا د اسلام قلعه بندر له لارې راستانه شوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*