میک:د مالیې وزارت د عوایدو په ټولولو کې فساد شتون لري

د فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او څارنې ګډه خپلواکه کمېټه یا ميک وایي چې د مالیې وزارت د عوایدو د ټولو په بهیر کې پراخ فساد شتون لري
میک په یوه راپور کې ویلي دي چې لا هم د افغانستان د ګمرکونو عواید د زورواکو او با نفوذه کسانو جیبونو ته ځي او د عوایدو د راټولولو په بهیر کې فساد شتون لري دغه اداره اندېښنه ښيي چې که حکومت د ګمرکي عوایدو د ټولولو لپاره منظم پلان جوړ نه کړي، شفافیت رامنځ ته نه کړي نو د فساد لوړېدونکې کچه به خطرناکه وي. تر دې وړاندې ګڼو نړیوالو بنسټونو هم د افغانستان په بېلو برخو کې د فساد راپور ورکړی دی. د میک د راپور په اړه د مالیې وزارت بیا ویلي چې دوی د راپور هرکلی کوي او هڅه کوي له دې راپور په استفادې په خپلو چارو کې اصلاحات راولي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*