زلمی خلیلزادقطر، پاکستان او ازبکستان ته تللى

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په يوې خبر پاڼې کې ويلي دي  چې افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د بین الافغاني مذاکرات تر پیل کېدو مخکې د خبرو لپاره قطر، پاکستان او ازبکستان ته تللى دى

ددې وزارت خبر پاڼه وايي چې  خلیلزاد به په دغو هېوادونو کې په دې ټېنګار کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل کېدو مخکې باید پاتې ژمنې هم عملي شي چې د تاوتریخوالي کمول او په وخت سره د بندیانو پرېښودل یې مهمې برخې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼې  کې ویل شوي‌ دي چې له خلیلزاد سره په دغه سفر کې د دامريکا د نړیوال مالي انکشاف اجرايي مشر ادم بولر او ډله یې هم شامل دي.

په  خبرپاڼې  کې ویل شوي چې د افغانستان سوله، اقتصادي پرمختګ او سیمه ییز اتصال له یو بل سره نژدې اړیکې لري‌ او د یو بل ملاتړي دي.

خبر پاڼه وايي دغه امریکايي پلاوی به د افغانستان د اقتصاد د بیا رغېدو او په سیمه کې د پایداره سولې لپاره په یو شمېر برخو کې د پانګونې فرصتونه وارزوي.

اخبرپاڼې  ویلي دي‌ چې د کروناویروس له کبله سفرونه محدود شوي‌ دي‌، په همدې اساس به ښاغلی خلیلزاد او بولر به د ویدیو کنفرانس له لارې افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*