پښتون او عالم

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
د ١٣٨٥ لمريز دلړم ٢٩ د ٢٠٠٦ ع دنومبر ٢٠ د ١٤٢٧ سپوږميز کال د شوال المکرم ٢٧
دنړۍ دسياست لوبغاړى داقتصادي او نظاظمي طاقت سروال دامريکې جمهور رئيس بش په اندونيزيا کې دى او دانګليستان صدراعظم توني بلير په کابل کې .
څه خبره ده ؟
له کوره وځم سره لاسونه سترګې تورې
ژر شه که مې ګورې
جګړه ده دنړۍ له يوه قوم سره نه دکوم دولت او تومن سره پښتون دى او پښتون مسلمان دى .
اندونيزيا يو اسلامي هېواد دى چې ګواکې دوه سوه پنځوس ميلونه وګړي لري داندونيزيا خلک دبش لپاره مظاهرو ته وتلي وه او ويل يې امريکا دې له عراق او افغانستان څخه ووځي دا ددوى نارې وې .
په کابل او اسلام ابآد کې دانګليستان صدراعظم توني بلير ته دپاکستان جمهور رئيس جنرال پرويز مشرف او کرزى وويل : طالبانو سره به هومره جګړه کوو څو چې مات شي مدرې به بندې او نوم به يې واړو ځکه اوس دمدرسو طالبانو پښتانه دي او مدرسې دپښتنو پر نوم شوې او پښتون يو قوم دى چې نه دولت دى نه اقتصاد لري نه حکومت په افغانستان کې يې دامريکا او اروپا لښکري وهي او ټکوي .
په افغانستان کې اسلامي جمهوريت او جنګ پالان دپيسو او څوکيو قرارداديان دى خو په پاکستان کې داسلامي جمهوريت پوځ د ډيورنډ د کرښې په بله خوا کې د ډالر هيلې ته پراته دي .
ددغو دواړو اسلامي جمهوريتونو ملاتړ ته امريکا ، اروپا او دملګرو ملتنو عسکر ولاړ دي خو پښتنو سره څښتن تعالى مل دى په دغې مالي او مادي نړۍ کې يې څوک نشته خو يواځې په اندونيزيا کې دڅو مسلمانانو شعارونه او نارې او ورسره دپښتنو ميندو دنيمې شپې نفلونه مل دي چې پر تورو خاورو ناستې دي تور ټيکرى يې پر سرونو او لاسونو يې اسمان ته نيولي يا يې پر وينو لړلي ماشومان په غيږ کې پراته وي او پر خپلو ټپونو دنغري ايرې تپي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*