د روغتیا نړیوال سازمان مشر :که د کرونا واکسین چمتو هم شي ښايي یو کاله وخت واخلي

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس غیبریسوس ويلي دي ، داسې هیڅ تضمین نه شته چې ساینسپوهان به د کوویډ – ۱۹ مخنیوي لپاره ګټور واکسین چمتو کړي. نوموړى  دا خبرې د اروپايي پارلمان روغتیايي کمېټې ته په وینا کې کړي ، د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي که واکسین چمتو هم شي ښايي یو کاله پورې وخت واخلي چې د ټولو لاسرسی ورته شونی کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان مشر د ویډیويي کنفرانس له لارې  يوې غونډې ته وینا کې  ویلي  یقیناً دا به ډېره ګرانه وي، چې په باور سره ووایو چې موږ به یو واکیسن ولرو. موږ د کورونا وېروس لپاره واکسین نه درلودل، نو دا به لومړی هغه وي، هیله ده چې وموندل شي. په نړۍ کې دا مهال نژدې ۱۰۰ ځایه د واکسین چمتو کولو لپاره تجربې کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*