د افغانستان بانک ٤ چارواکي پر فساد تورن شوي

د افغانستان بانک د عالي شورا د وروستۍ پریکړې له مخې ، د افغانستان بانک  څلور لوړپوړي چارواکي چې په فساد تورن شوي له خپلو دندو ګوښه او دوسیې یې لویې څارنوالۍ ته استول کېږي.

له  افغانستان بانک  څخه په یوې خپرې شوي خبرپاڼه کې ويل شوي  چې د بانک دغه څلور چارواکي د فساد په اوو دوسیو کې تورن پیژندل شوي دي.

په خبر پاڼه کې  د دغو څلورو تورنو کسانو نومونه نه دي اخیستل شوي خو ویل شوي چې د بانک د کورني تفتیش څانګې د دوی دوسیې څیړلي او راپور یې عمومي رئیس ته استولی چې په نتیجه کې یې د بانک عالي شورا لویې څارنوالۍ ته د هغوی د معرفي کولو پریکړه کړې ده.

د افغانستان بانک ویلي چې د دغو لوړپوړو چارواکو سربېره د بانک یو شمیر نورو کارکوونکو ته هم چې په دې دوسیو کې ښکیل وو تادیبي سزاګانې ورکول کېږي.

په عین حال کې د افغانستان بانک یو مرستیال محمدقسیم رحیمي ویلي چې د دغه بانک د قانون په خلاف د هغه د ګوښه کېدو په تړاو تصمیم نیول شوی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*