دیبورا لیوینز: بين الافغاني خبرې بله مياشت پيليږي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر یوناما مشره دیبورا لیوینز ويلي دي ، د افغان دولت او طالبانو تر منځ  بين الافغاني مذاکرات به راتلونکې میاشت کې  پیل شي.
دا خبرې  دیبورا لیوینز چې تازه د افغانستان ماموریت ته ګمارل شوې ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې یې کړي ، ډېر احتمال شته چې مذاکرات راتلونکې میاشت  کې پيل شي.

نوموړې د افغان سولې په برخه کې د امریکا، قطر او ګڼو سیمه ییزو هېوادونو د هڅو ستاینه او ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي همدا هڅې وې چې افغان سوله دغه پړاو ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا، ناټو، اروپايي ټولنه او ګڼ لوري د افغان سولې په تړاو هیله من دي او ویلي یې دي هیڅکله افغانان دومره سولې ته نه و نږدې شوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*