امریکا: افغانستان د انسان د قاچاق د مخنیوي د پام وړ گام نه دي پورته کړى

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د هغو هیوادونو په لیست کې شامل کړ چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره لږ گامونه پورته کړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان حکومت له ماشومانو څخه د جنسي ناوړه استفادې او په جګړه کې له ماشومانو څخه د کار اخیستو د مخنیوي لپاره د لازمو گامونو  په  پورته  کولو کې پاتې راغلی دی.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت په دې راپور کې ويل شوي  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې، چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره پوره هڅه نه کوي، حساب کړ.

په دې راپور کې د بچه بازۍ او له کم عمره هلکانو څخه په جګړه کې د کار اخیستو یادونه شوې ده.

راپور وايي چې په افغانستان کې لا هم بجه بازي یا د ماشومانو نڅول دود دي او له هغو څخه ناوړه جنسي استفاده کېږي.

راپور وايي، سره له دې چې د پولیسو په ځینو پوستو کې یو شمېر قوماندان د جنسي استفادې لپاره په خپلو لیکو کې کم عمره هلکان ګوماري، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په منځ کې له بچه بازۍ انکار کوي ا و په دې اړه د راپورونو پلټنه نه کوي.

ا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*