
پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل په دوه جلا جلا لیدنو کې له جنرال باجوه او د خلکو ګوند له مشر بلاول بوټو زرداري سره پر افغان سوله غږېدلی دی.
د پاکستان د پوځ له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عاطف مشعل له جنرال باجوه سره په دوه اړخیزو اړیکو اوسیمه ییزومسایلو بحث کړی دی.
د خبرونو له مخې په دې لیدنه کې کابل ته د پاکستان نظامي پلاوي د وروستي سفر د هوکړو د عملي شویو اړخونو په اړه بحث شوی دی.
خبرونه وايي دې لیدنه کې د افغاني مذاکراتو د راتلونکې ناستې په میکانیزم هم بحث شوی دی چې په کې به حکومت او طالبان یو د بل په وړاندې کېني.
بلخوا د پاکستان پيپلز ګوند رهبرۍ ويلي دي چې پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د پاکستان پيپلز ګوند له مشر بلاول بوټوزرداري سره هم د هغه په کور کې لیدلي دي او د دوه اړخیزه اړیکو په ټینګښت او پیاوړتیا ورسره غږېدلی دی.
په دې لیدنه کې بلاول بوټو ویلي، ګوند یې په افغانستان کې له اوږد مهال راهیسې د سولې اوثبات تر څنګ د پیاوړي جمهوریت غوښتونکی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان او افغانستان وروڼه هېوادونه دي او باید د دواړو تر منځ د سولې، پرمختګ او د اړیکو د پیاوړتیا برخه کې همکاري زیاته شي.
Leave a Reply