رونالډ نیومن:د سیمې هېوادونه د حکومت پر ځای طالبانو ته تمایل لري

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن ویلي د افغان حکومت کمزوري ددې سبب شوې چې د سیمې قدرتونه د افغانستان د سولې په مسئله کې د پام وړ مرسته و نه کړي.
رونالډ نیومن وايي  په افغانستان کې لا هم د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله تر منځ د وزارتونو پر وېش ناندرۍ روانې دي،
په تېره دوره کې هم ددوی کشمکشونه تر پایه ختم نه شول او دا ددې سبب شول چې له سیمه ییزو قدرتونو او ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکې کمزورې شي.
دده په خبره دا د افغان حکومت کمزوري ده چې د سیمې هېوادونه نن د افغان حکومت پر ځای تر ډېره طالبانو ته تمایل لري او له دوی ضمانتونه اخلي.
نیومن د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمه ییزو قدرتونو رول مهم بللی دی او په خبره یې افغان مشران دې د اختلافونو او ناندریو پر ځای د خپل هېواد راتلونکې په پام کې ونیسي او د قوي سیاستونو پر مټ دې په سیمه کې خپل دریځ پیاوړی او ملاتړي ډېر کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*