د راز اونياز تصوف

ليک س، سيرت
(٢٣مه برخه)

او مسلمانانو ئې په واقعيتونو خبر کړل صوفيان ميدان ته راوتلل داسلام دمقدين د فضايلو ، اخلاقو او عباداتو دفاع ئې وکړه په خپله تقوا او فداکارۍ سره ئې تصوف ته دومره کار وکړ چې مخالفين ډلې ډلې دتصوف په لوري رامات شول همدا تصوف ؤ چې ورو ورو ئې علماکرام پوهان ، واعظين ، عارفين دحق لارې مبارزې ته راوبلل اګر که هغه وخت هم ځينې اختلافات را پيدا شوي وو خو هغه اختلافات کله داوي وخت په څېر چې دمسلمانانو ترمنځ ئې يو شمير په سپينو جامو کې پټ اشخاص دتصوف په وړاندې را پيدا کوي هغه وخت هم را پيدا کړل شوي وو خو دحقيقت په رابرسيره کيدو ټول اختلافات له منځه يوړل شول .
هغه وخت مسلمانانو ډلو ډلو په تصوف کې په اذکارو پيل وکړ دباطلو نظرونو خاوندانو ته څرګنده شوه چې دحقيقت تصوف مخه څوک نشي نيولاي بلکه څومره چې صوفيه کرام په ژوند کې دحق لپاره دکړاوونو سره مخ کيږي هغه الله ته دنږديوالي ليارى وته اسانيږي .
صوفيه کرام دالله د عباداتو او بندګي لپاره په بيلا بيلو دايرو يا ډلو ياد کړل شويدى خو دټول غرض او مقصد دالله رضا او دالله دبندګانو سره په پوره مينه او اخلاص ژوند تيرول دي چې مونږ يې دلته په لنډه توګه يادونه
١- قادريه : ددې طريقې باني يا موسس عبدالقادر جيلاني دي چې په اسيا کې زيات صوفيه کرام د قادريه طريقې په وسيله دالله عبادات کوي او خپل ژوند يې په دې مقصده لار کې وقف کړى دى عبدالقادر جيلاني په ٤٧٠-٥٦١ هـ کې په بغداد کې ژوند کړى دى او په بغداد کې ئې سترګې له دې فاني دنيا پټې کړي دى
٢- الرفايعه طريقه : ددې طريقې موسس او باني احمد الرفاعي دي چې په ٥٨٠ هـ هجري کې په لويديزه اسيا کې په زرګونو صوفيانو د اذکارو او عباداتو په دوام دا طريقه پسې غښتلى کړې ده چې پدې طريقه کې عبادت او تقوا دومره زيات ده چې دژوند زياته برخه ورته ددې طريقې پيروانو ورکړيده .
٣- الاحمديه طريقه : ددې طريقې باني او موسس احمد البدوي دى چې په مصر کې تر ټولو صوفيانو يو ځانګړى او د ځانګړى مقام صوفي تير شويدى دې ستر صوفي په فارس کې په ٥٩٤-٦٣٤هـ کې د صوفيه کرامو په منځ کې يو منلى صوفي تير شويدى .
٤- الملامتيه طريقه : ددې طريقې باني يا موسس ابو صالح حمدون بن احمد بن عمار المعروف بالقصار دى چې په ٢٧١هـ کې تير شويدى چې دنورو طريقو لکه قادريه او نقشبنديه په نسبت ددې طريقې پيروان په اسيا کې کم ليدل کيږي .
٥- نقشبنديه طريقه : ددې طريقې موسس شيخ بهاوالدين محمد بن البخارى رح دى چې په شاه بخاري ملقب دى چې په ٧٩١هـ کې ئې ژوند کړيدى ددې طريقې عباداتو کې يو څه اسانتيا شته پيروان ئې هم زيات دى .
نوربيا

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*