د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون:د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډيرې شوې

د افغانستان  بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د خپرونو او عامه اړیکو رئیس ذبیح الله فرهنګ ويلي ړي  چې دغه کمیسیون د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو پنځه میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۷۵۰ څخه زیاتې پیښې ثبت کړي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د خپرونو او عامه اړیکو رئیس ذبیح الله فرهنګ وايي ، چې د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې څخه د مې د میاشتې ترپایه پورې د دغه کمیسیون له خوا په ثبت شوو پیښو کې د تاوتریخوالي ترټولو زیاتې پیښې د فبرورۍ په میاشت کې، چې شمیر یې ۲۱۵ ته رسیږي ثبت شوي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د جنورۍ په میاشت کې د تاوتریخوالي۱۹۴، فبرورۍ کې ۲۱۵، مارچ کې ۱۷۰، اپریل کې ۷۱ او د مې په میاشت کې ۱۰۴ پیښې ثبت کړي دي.

فرهنګ وویل ” کورنۍ تاوتریخوالی، په زور ودونه، د کورنیو له خوا انجونو ته د واده کولو اجازه نه ورکول، د میړه غیابت او د ښځو بې سرنوشته پاتې کیدل د دغو ثبت شوو پیښو ډیره برخه جوړوي”.

ښاغلي فرهنګ وویل، چې د کمیسیون راپور لا بشپړ شوی نه دی، چې له امله یې د دې راپور پرتله کول د ۲۰۱۹ کال د لومړیو پنځه میاشتو سره ممکن نه دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*