امريکا خپل زور بل ځاى ښکاره کړ

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
انګريزانو په مسلمانانو کې دمعتدل او کلک خبره راپورته کړه دا کار انګريزانو ځکه پيل کړو چې امريکا په نړيوال سياست کې پاتې راغله او کوم خطر چې امريکا او اروپا په سيمه کې پيدا شواى هغه له منځه نه ځي .
زمونږ لپاره خطر ه داده چې افغانستان او عراق نور هم ژوبليږي .
امريکا کولاى شول پر ايران ، سوريې ، شمالي کوريا يې بريد وکړي خو امريکا خپل زور بل ځاى ښکاره کړ چې ډيره اړتيا ورته نه وه له طالبانو سره خبرې په اقتصادي خوا کې ګټورى کيدا ى شوي ځکه چې له شمال څخه جنوب لورى ته دګازو پيپ لين غځونه دافغانستان له لارې ممکنه وه .
بش دومره ډاډه شو چې خپل ملت يې هم په پام کې نه کړ په تېره بيا چې دوه يم ځل وټاکل شو . دا څنګه وټاکل شو ؟ د هغه دا ټاکنه سياسي نه وه مذهبي وه .
هر څوک دځان په غم کې دى خو پښتنو سره دخپلو پښتنو غم دى چې په ډيرې بې رحمۍ وهل شويدى او نور هم وهل کيږي . دا ځلې پاکستان خپل يووالى له لاسه ورکوي ځکه جنرال مشرف دانګليس صدر اعظم ته سل په سلو کې ډاډ ورکړ چې سنديان ، بلوڅان او پښتانه به وهي .
دانګليستان ملکې او صدر اعظم دواړو ټټر وواهه او دامريکا جمهور رئيس ته يې اسانه کارونه پرېښودل چې ويتنام ته لاړ شي خو هغه ددريمې نړيوالې جګړې ګواښ وړاندې کړو .
ددې حالاتو ته بويه په ځيروکتل شي .
په پښتنو کې داسې څوک نه ښکاري چې سياسي لوبه وکړي که وي نو هماغه قبايلى مشران دي چې څه امتيازونه به ځانله وساتي دافسوس خبره داده چې ځي ، ځي ، بازو ته به راځي .
هغه پښتانه چې په اوسني سياسيت کې برخه نه اخلي او دا يې اخيستلاى شي هغه به دپښتو ، پښتونولۍ او تاريخ خبرې کوي له خپلو زړو ارواګانو څخه به مرسته غواړي او په دې کې به رښتيني وي .
دتاريخ تجربه ده چې تل راغلي توپانونه تللي دي ستر پښتانه او پراخه ارادې ليا شته .
په حميد ديار له غمه سخت ساعت شو
ربته يې دغه ګرانه کړې آسانه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*