د راز اونياز تصوف

ليک س، سيرت
(٢٢مه برخه)
تصوف الله ته دنږديوالي رښتوني لار
په ټولنه کې دهر انسان لپاره تقوا ، پرهيزګاري ، اخلاص نيک اخلاق ، صبر ، عاجزي او نور دانساني ژوند د تېرولو خاصيتونه ضروي او لازمي دي خوکوم بنده چې دتصوف لاره خپله کړي هغه بايد ټول نيک اخلاق او صفتونه ولري صوفي يا عارف يا په بشپړ توګه داسلامي شريعت پابندوي په ظاهرا ، باطن ،روحي برخه غښتلي کړي په ټولنه کې دنورو انسانانو سره دضرورت په اندازه ناسته ولاړه او راکړه ورکړه ولري پنځه وخت لمونځ بايد جمع سره وکړي دځان پر ځاى د ټولنې ټولنيزې ګټې په نظر کې ولري په نيکو اخلاقو او فضايلو امر وکړي له ګناهونو يواځې ځان نه بلکه د ټولنې د پرهيز هڅې وکړي هغه اعمال چې په اسلامي شريعت کې منع ، شکمنو او ناروا وي ځان او ټولنه ترې وساتي صوفي بايد دقرانکريم ددې ايات مطابق ( الا بذکرالله تطمئن القلوب ) دزړه تسکين او اطمنان ترلاسه کړي دوامدره ذکر وکړي صوفي بايد په نيکو اعمالو سره خپل زړه پاک وساتي نفسي خواهشات په روژو ، ذکر او عباداتو له منځه يوسي کله چې دا اعمال خپل کړل شي بيا نو الله ته دنږديوالى لپاره ونډه کړل شي .
امام غزالي رحمت الله عليه فرمائي دانسان سالم فطرت دعرفان سرچينه ده په عباداتو دومره معنوي ګټي ترلاسه کړي چې دشهواني او نفسي خواهشاتو په وړاندې ئې حجاب وګرځي مانا دا چې عبادات او دالله دوامداره ذکر سره ټول نفسي خواهشات کنترل کيږي دنفس تزکيه ئې کمال ته ورسيږي او دکمال دايره يې دومره پراخه شي چې دعرفان درجه خپل کړى دى حالت ته بيا تصوف ويل کيږي .
د راز او نياز د تصوف نه مقصد دادى چې يو انسان دنياوي او اخروي دواړو کاميابي حاصله کړي په دنياوي کارونو کې اسلامي شريعت له مخې کړنې وکړي او په اخروي عباداتو کې دومره عاجزي وکړي چې دراز او نياز تصوف لوړ مقام ته ورسيږي يو شمير اسلامي مورخينو په دې اتفاق کړيدى چې که دحضور اکرم صلى الله عليه وسلم په ژوند کې تصوف موجود ؤ خو په دويم قرن کې ئې شهرت موندلى دى او دمسلمانانو په منځ  کې دپراخوالي په دوام سره دتکميل حد ته رسيدلى دى د ډيرو سياسي ، علمي او فرهنګي بحثنونو ورسته اسلامي  نړۍ په دې قانع شويدى چې دځينې کسانو دعيش ، نوش ، اخلاقو ، بې لاريو په له منځه وړولو کې تصوف دمجاهدې ميدان ګټلى دى ابن خلدونو په دې اړه ويلى تصوف دصحابه ، تابيعنو په منځ کې وجود لاره هغه وخت هم په اذکاروو عباداتو او سالم عرف (تصوف) ځينې غرضونه او خرافات له منځه وړى وو.
 ابن خلدوون وائې چې فارسي ، مصر ، شام ، عراق او اندلس کې ځنې عقيدى وي چې داسلامي افکارو سره اختلاف درلود آن داسلامي افکارو مخالفينو داسلام خلاف هلې ځلې کوي مسلمانان ئې بې لاريو ته تشويق کول خو دمتصوفينو صادقانه مجاهدى ددې ټولوباطلو نظرياتو مخه ونيوله .
نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*