دا د شرم خبره تراوسه روانه ده

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
دوى چې يو لاس شول نو دپښتانه حال بېرته هماغه شو چې و د هندوستان او پاکستان پر برخې هم پخوانۍ نسخه او درمل ورسيدل ځکه نو ويلاى شو چې غليمان يو بل ته ګټور دوستان کيږي .
کله چې د ٢٠٠١ ع دسپتمبر د ١١ پېښه رامنځته شوه ځينو څيړونکيو وويل چې نړۍ دتل لپاره بدله شوه خو دپېښې اصلي لامل ونه موندل شو تر هغه ځايه چې فکر کېداى شي دطالبانو دشريعت عملي کيدنې دټولې نړۍ دمسلمانان وخوځول .
دطالبانو دزړورې جګړې را پېژندنه يو افغان جنرال داسې کوي : طالبان داسې جنګيالي راووتل چې وروسته ته دوه يمې نړيوالې جګړې ليدل شوي نه دي ځکه چې روسيې هند او ايران دطالبانو دمخالفينو سره پوځي ، مالي او لوژستيکي مرسته کوله خو ټول يې پر شا تمبولي وه .
هغه مهال هم دپاکستان دمرستې خبره له طالبانو سره وه خو دې ته چا پام نه کولو چې روسيه ، ايران او هند هر يويې له پاکستان څخه زورور دي او افغانستان چې روسانو ونه شو نيولاى نو پاکستان يې څنګه نيولاى شي ؟ دا د شرم خبره تراوسه روانه ده چې دامريکا او ا روپا اداره او حکومت راغلاى هم کيږي .
اوس دنړۍ په سياسي هوا کې نور څه ليدل کيږي چېن ، شمالي کوريا او ايران نړيوال سياسي او پوځي ډګر ته راوتلي دي چې په اقتصادي او نظامي توګه څرګند شويدي .
ايران نه يواځې دخليج اوبه وهلاى شي بلکې راکټونه يې تر اروپا رسيداى شي اسرائيل په سيمه کې چې پنځم پوځي ځواک ګڼل شواى و ماته يې وخوړه او امريکا په افغانستان او عراق کې نښتې ده .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*