په برازيل کې د کرونا له امله۵۰۰۰۰ کسان مړه شوي

له امریکا وروسته برازیل د کورونا وېروس د ډېرې مړینې له امله دویم هېواد څرگند شوى په دې هېواد کې تر اوسه تر ۵۰۰۰۰ ډېر کسان د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي.

څو ورځې مخکې برازیل  ويلي وو چې په د دې   هېواد کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر یو میلیون ډېر کسان اخته شوي.

کارپوهان وايي  په برازیل کې د ناروغۍ اوج لا نه دی رارسېدلی.‌

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، ددوی شمېرې ښ‍یي چې برازیل کې یې په یوه ورځ د کورونا وېروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړې دي او د نویو پېښو پړه یې پر امریکا ور اچولې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*