پاکستان تورخم ، چمن او غلام خان لاره پرانسته

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي  چې تېره ورځ یې تورخم او چمن لارې پرانیستې او نن یې غلام خان لاره هم پرانیستې ده او سلګونه موټرونه به پر دغه لار تګ راتګ کوي.

تر ډېره پر دغه لار هم سوداګریز کاروانونه ځي راځي چې له افغانستان تازه میوې او نور توکي پاکستان ته وړي او له هغه لوري ساختماني، خوراکي او نور اړتیا وړ توکي پر دې لار واردېږي. غلام خان بندر لار په دې وروستیو کې فعاله شوې ده او له افغانستان سره د پاکستان د نورو سوداګریزو لارو په پرتله لنډه او غوره ګڼل کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*