
په کابل کې د یوناما مشرې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر او نورو مشرتابه غړو سره لیدلي دي، په دغه کتنه کې د سولې پر روان بهیر ځانګړې توګه د بندیانو د خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو پیلیدو په تړاو خبرې شوې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دفتر مشرې ډېبورا لاینز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملا برادر سره لیدلي دي.
د یوناما په رسمي ټویټر کې لیکل شوي دي چې مېرمن لاینز له ملا عبدالغني برادر سره په خبرو کې په افغانستان کې د سولې په اړتیا غږېدلې ده.
په ټویټر کې لیکل شوي دي: “دېبورا لاینز په قطر کې د طالبانو د مرستیال ملا برادر سره دوستانه ملاقات وکړ. د ملګرو ملتونو استازې د یوې داسې عادلانه سولې اړتیا په ګوته کړه چې د ښځو، ځوانانو او اقلیتونو په ګډون ټول افغانان په کې شامل وي. ”
دېبورا لاینز څه موده مخکې د یوناما د مشرې په توګه کار پیل کړ.
Leave a Reply