د راز اونياز تصوف

ليک س، سيرت (٢١مه برخه)

٦- محى الدين ابن عربي چې په ٥٦٠-٦٣٨ هـ کې ژوند کړى دى په اندلس کې پيدا شوى بيا ئې په مصر کې ژوند غوره کړيدى دژوند وروستۍ شپې ورځې ئې په دمشق کې وي چې بيا هلته وفات هم شو په مصر ،اندلس او دمشق کې مشهور عالم بزرګ او صوفي تير شوى دى زيات شمير کتابونه يې ليکلي چې دروح القدوس ، ترجمان الاشراف ، الفتوحات المکيه او فصوص الحکم يې مشهور کتابونه دي .
٧- ابوحامد ستر دينې عالم ، بزرګ او نامور ليکوال په ٤٥٠-٥٠٥ کې ئې ژوند کړى دى په طوس کې پيدا شوى په بغداد کې يې په نظامي مدرسه کې علوم سرته رسولي دي دليکلو کتابونو شمير يې تر نور علماء زيات دى تهافه الفلاسفه ، احياء العلوم ، المنقذ من الضلال يې مشهور کتابونه دي نوموړي ستر دينې عالم او ستر صوفي دوخت په مشهور صوفيانو کې ياد شويدى او هم ئې د نورو علماء له کتابونو اخيستنې کړي دي  .
٨- بل مشهور ستر صوفي عالم او بزرګ ابو الفتوح شهاب الدين السهر وردي دي چې په ٥٤٩-٥١٧ کې يې ژوند کړيدى په السهر وردى ځکه مشهور دى چې دايران په سهرود کې پيدا شوى دى په ديني علومو کې يې زيات کتابونه ليکلي حکمت الاشراق ، هيا کل النور او التلويحان العرشيه يې مشهور کتابونه د راز او نياز دتصوف خاوندان چې کمه لار غوره کړى دا کاميابه لاره په خپل پوخ ايمان او يقين دالله پاک عبادت دزړه په پوره پاکوالي سره کوي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*