بيا هغه انګريز دى 

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
سيمې ته د ٢٠٠٦ ع دنومبر پر لومړۍ او ١٩ نيټې دانګليستان شهزاده چارلز له خپلې ميرمنې سره دپاکستان پر سفر اخته شول شل ورځې وروسته د انګليستان صدر اعظم توني دبلير سيمې ته را رسيدلاى او خپله خبره يې بيا وکړه چې معتدل اسلام اومعتدل پښتون غواړو نوموړى دواړو ته يو تعريف لري يعنې مسلمانانو او پښتنو سره يې ديو سياست لورى غوره کړاى دى .
په پاکستان کې دپاکستان جمهور رئيس دانګليستان صدر اعظم ته لکه يو عسکر داسې ډاډ ورکړ چې دکلک دريځو مسلمانانو سره به جګړه وشي او طالبان به مات کړو .
دپښتنو په برخه کې لومړى دمغلو او بيا دانګريزانو سياست همداسې يو سياست و چې تر دې دمه په کې بدلون نه  ترسترګو کيږي يوځل بيا هماغه انګريز راغى هماغه سياست ته دا پلا جنرال مشرف ټټر وواهه او څرګنده يې کړه چې دا خدمت به ورته ترسره کوي .
اوس وګورئ چې دکرزي خبره دپاکستان دنه ملامته کولو او مرستې غوښتنه څومره مخکې تر مخکې جوړه شويده او دا د غره پښتانه به څه کوي ؟
په داسې مهال کې چې دانګليس شاهي کورنۍ اوحکومت يو لورى ونيسي هندوستان هم جوړ شواى وى وګڼه چې دا ترتيب دچين لپاره دى ځکه چين يو لوى يون په افريقا کې وکړ .
دغه راز امريکا په خپل مشر تابه کې پاتې راغله او دانګليستان راوتنه يوځل بيا سيمې ته دنوى نړيوال سوړ جنګ پيل وګڼل شو .
افغانستان کې داسې معلوم الحاله خلک ناست دي چې بيا به هم دانګريز ملګري شي .
خوشحال خان بابا ويلى
زه غليم داورنګ زيب يم
سر په غره په بيابان

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*