په دایکندي کې نامسؤلو وسله والو موټرې او خلک يرغمل کړي

د دایکندي ولایت امنیه قوماندان غلام سخي غفوري ويلي دي نامسؤلو وسله والو له څو ورځو  راپدېخوا د یاد ولایت په کجران ولسوالۍ کې ۸ عرادې باوړونکي موټر او څو تنه موټر چلوونکي یرغمل کړي دي.
نوموړى ويلي دي چې د دایکندي د کجران او ارزګان د چهارچینو ولسوالیو ترمنځ ځينې ستونزې وې چې په خوراکي موادو بار ۸ موټر یې درولي دي، موږ هڅه کوو چې ستونزه هواره کړو.”

د دایکندي امنیه قوماندان وویل چې په یادو موټرو کې له کندهار څخه د ارزګان له لارې خوراکي مواد کجران ولسوالۍ ته انتقالېدل.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*