د راز اونياز تصوف

په تصوف کې دزړه پاکوالى يو غوره صفت

ليک س، سيرت (٢٠مه برخه)

دصوفيه کرامو له عبادته الله په دې راضي دى چې دوي دزړه په پاکوالي او اخلاص دالله عبادت کوي اصلى عبادت هم هغه دى چې له زړه سرچينه واخلي په کامل اطمنان ذکر وکړي په کامل ډاډ او اخلاص په ذکر سره دزړه تسکين حاصل کړي دزړه پاکوالى په دنياوي معاملو کې هم اصلي شرط دى خو دالله عبادت او بيا چې دتصوف دلارى لارويان  عبادت کوي هغه بې ريا او په پوره پاک زړه عبادت وي .

په عبادت کې دانسان زړه ته تسکين حاصليږي که يو عبادت کوونکى دشپې په سختۍ کې دالله عبادت کوي په جسمي توګه به ورته تکليف وي او که هر وخت کې ذکر کوي بې تکليفه عبادت به يې په نصيب وي خو صوفيه کرام دالله تعالى په ذکر او نوافلو دواړو ټينګار کوي خو ذکر يو داسې عبادت دى چې په ټولنه کې دى عبادت ته  په اسانۍ سره جلب او جذب  کيږي  هرڅوک چې  په عبادت يې د ژوند خوند واخلي  هغه بيا  بې عبادته ژوند نه کوي

انسان له روح او جسم څخه جوړ دى دانسانيت راز پکې دادى چې په تقوا سره دمعنوي ګټو ډاډ لري دانسان وجود په فيزيکي او طبيعي لحاظ راز نياز ته اړ دى چې په شرعي توګه په راز او نياز سره دتصوف لوړ مقام ترلاسه کولاى شي .

مونږ چې په راز نياز تصوف کې دزړه دپاکوالي يادونه کوو بايد دهغه اشخاص ياد کړو چې دزړه په پاکوالي سره ئې د تصوف مقام نور هم پسې لوړ ساتلى دى.

ددنيا جاه جلال ، بادشاهت ، دبدبه ، سلطنت ، خزانې ، لښکرې دا هرڅه ئې پريښې دفقيرۍ ، ملنګۍ او عاجزۍ ژوند ( د راز نياز تصوف) لار ئې غوره کړيده هغه ابرهيم بن ادهم دى چې په ١٦١هـ کې دتصوف په لار کې د ټول ژوند اسانتياؤ په بدل کې دراز نياز تصوف لار ونيوله دويم مشهور صوفي سفيان السورى رح دى چې په ٩١-١٦١ کې ئې ژوند کړيدى دا ستر صوفي دومره تقوا دار ، عالم بزرک او پرهيزګار بنده ؤ چې تر هر چا ئې په کم خوراک ، کم لباس او د ژوند ټولو اسانتياو او هيلو پر ځاى ئې دالله عبادت او ذکر ته وخت ورکړى ؤ

دتصوف دلارى لارويان ټول هغه شخاص دي چې د زړه په پاکوالي او بې ريا عبادت يې تصوف ته وده ورکړيده

٤-  ابوالقاسم الجنيد رح وايې چې څوک په حق او حقيقت سره ژوند وکړي او مرګ ئې هم حقيقى مرګ وي ديته د  تصوف مقام وايې

٥-  ابو يزيد البسطامي رح چې په ٢٣٤-٢٦١ هـ کې يې ژوند کړيدى پلار ئې د زر دشتي پيرو او نيکه يې مجوسي ؤ يوه ورځې ديوه مشهور زاهد او صوفي ليدلو لپاره ولاړ کله چې صوفي ته ورنږدى شو نو هغه قبلې خواته  يې لاړې توکړې بسطامي رح چې دهغه دا حالت وليده سلام ئې پرې وانه چاوه بيرته ترې را ستون شو وى ويل چې دې درسول الله صلى الله عليه وسلم د ادابو خيال نه ساتي  قبلې شريفې ته لاړى توکوي نور به ئى  څه حالت وي ددې نه دا ثابته  شوه چې په اسلام کې لومړى  اداب او اخلاق لازمي دي يو شمير کسان شته چې په سپينه جامه کې ظاهري ځان په مذهبى خلکو کې شميري خو د صوفيه کرامو په مقابل کې يې په بې ادبۍ او بد اخلاقي سره دشيطان لار يې  نيولې وي .

نوربيا

 

 

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*