سړه سوله اوتودې اندېښنې

لیک س، سیرت
دتیرې فبرورۍ په میاشت کې چې په قطرکې د طالب مشرانو او امریکايي مرکچیانو ترمنځ په افغانستان کې دبندیانو په دوه اړخیزه خلاصون، اورکم اود بین الافغانی مذاکراتو په پېل کولو موافقه وکړه له هغې ورځې افغان ولس تمه لري چې ډیر ژربه په افغانستان کې سوله رامنځ ته او بیا به دتیر په څیر په امن کې هوسا ژوند وکړي خو داچې سوله ډیره سړه ده دافغانانو اندېښنې ېې زیاتی کړیدي او ورځ په ورځ له سړی سولې اندېښنې تودیږي.
افغان حکومت وايي چې دموافقې په اساس چې باید د طالبانو ۵۰۰۰زره بندیان له بنده خلاص کړل شي دې غوښتنې ته ېې نږدی شوي یو اوهم طالبان وایي چې د حکومت بندیان(پوځی قیدیان) ېې تیره ورځ هم له بنده خلاص کړیدي.
له یوې خواپه افغانستان کې له سړې سولې اندېښنې تودیږي او له بلې خوا دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې دنوې سرشمیرنې غیرپښتانه اندیښمن کړیدي وايي که د امریکا او طالبانو ترمنځ سړه سوله وشي او یوې موافقې ته سره ورسیږي په افغانستان کې به بیا پښتانه په پوره اکثریت سره حکومت کې غوښنه برخه ترلاسه کړي او غیر پښتانه چې دافغانستان ټول میلیتونه دي په ډیر کم شمیر کې پاتې شي.
ترټولو زیاته اندیښه چې سوله ولې دومره سړه ده او اندېښنې ېې ورځ په ورځ زیاتیږي هزاره ګان اندیښنې لري چې د دوې په وینا هزارګانوپه افغانستان کې دامریکا په شتون تل خوښي ښوولې ده او هم ېې د طالبانو سره وخت په وخت ټکر راغلی خو بیا هم امریکا غواړي پښتانه (طالبان ) په افغانستان کې بیا واکمن کړي له دی سولې دغیر پښتنو اندایښنه داده چې که پښتانه په افغانستان کې دتیر په څیر په اکثریت سره واکمن شي سوله به هم د دوې په خوښه کیږي..
دا ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې په افغانستان کې د امریکا وحشیانه برید ته پښتنو(طالبانو) په ځپله قربانۍ ځواب ویلي ورسره جنګیدلي دي، دپښتنو سیمې ویجاړی شوي، باګرام او څرخي پله زندانونه له طالبانو ډک دي او پښتانه دي چې دامریکا یرغل ته ېې سینه سپرکړیده خو داچې له سړی سولې په افغانستان کې اندیښنې تودی دي او ورځ په ورځ دا اندیښې زیاتیږي احتمال لري امریکا ته یوبل چانس چې افغانان په ځپلو کې سره په نوو نومونو او پلمو وجنګوي دسولې دځنډ او دافغانان دبې اتفاقیو په لاس ورشي.
داهم احتمال لري امریکا په افغانستان کې دروانې سړې سولې پرخلاف غیرپښتانه مظاهرو ته وهڅوي، اندیښنې ېې ورزیاتې کړي او روانه سړه سوله نوره هم پسې سړه کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*