په خیبر پښتونخواکې دکرونا ۴۵۸تازه پیښې، ۹تنه مړه

په پاکستان کې چې دکرونا وایرس له امله په ټولو لویو ښارونوکې ګرخبندیز لګیدلي دروزګار مرکزونه تړل شوي او آن په جوماتونوکې هم دزیاتو خکو لمونځونه دتیر په څیر نه شي اداکیدای بیا هم ۴۵۸تازه پیښې ثبت شوی او ۹ تنه مړه شویدي.
راپورونه وايي چې په خیبر پښتونخوا کې د نورو ۹تنو په مړینې سره د ټولو مړوشوو کسانو شمیر ۴۸۲تنو ته ورسیده او دمتاثرینو شمیر ېې ترلسو زرو واوخست
دخیبر پښتونخوا د روغتیايي چارواکو په وینا په دی صوبه کې نورې ۴۵۸ تازه پیښې ثبت شویدي او احتمال لري نورې پیښې هم ثبت شي
په خیبر پښتونخوا کې دکرونا له امله په ګرځبندیز کې یوه څه نرمښت راغلی وو خو اوس دمریضانو دشمیر په زیاتیدو ویره ده چې بیابه ګرځبندیر سخت کړل شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*