افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمیر ۱۵۷۵۰ ته رسیدلی

د افغانستان  د روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۱۶۸ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۵۴۵ یې مثبت ثابت شوي او اوس افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۱۵۷۵۰ ته رسیدلی .

د روغتیا وزارت وایی له یادو پېښو څخه ۶۶ په کابل، ۱۱۷ په هرات، ۴ بلخ، ۹۲ پکتیا، ۵۰ ننګرهار، ۲ بادغیس، ۱۴ تخار، ۱۷ لوګر، ۱۲میدان وردګ، ۲۰ بامیان، ۲ لغمان، ۴۸ سمنګان، ۳۶ فراه، ۱۴ غور، ۱۲فاریاب، ۳ کونړ، ۲۲ سري پل او ۱۴ بدخشان کې ثبت شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې د دې ترڅنګ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په شپږو ولایتونو کابل، بلخ، میدان وردګ،تخار، بغلان او فاریاب کې د کرونا ویروس له امله ۸ تنه مړه شوي دي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۵ تنو ته لوړ شو.

د دې ترڅنګ ۱۰۰ نه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۱۴۲۸ تنو ته لوړ شو.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*