افغانستان کې په کرونا اخته کسانو شمیر۱۲۰۰۰ته نږدی شو

په افغانستان کې که څه هم حکومت په کمکی اختر کې ګرځبندیز لګولی وخورسره له بندیزه په کرونا داخته کسانو شمیر ۱۲۰۰۰تنه تږدی شوی او اوس ویره شته چې نوربه هم زیات شي.
دعامی روغتیا وزارت ویلي چې په تیر ۲۴ګړیو کې دکابل په مرکز او ولایاتو کې نورې ۶۵۸تازه پیښې ثبت شویدي چې احتمال شته نورې هم زیاتی شي.
دعامی روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې دکرونا وایرس پیښې ځکه مخ په زیاتیدو دي چې عام ولس او هم په ښآرونوکې افغانان ددې وایرس مخنیوي ته پورته توجه نه وکوي خو ولسي وګړی وایي چې حکومت تراوسه پورې ددې وایرس هیڅ ډول واکسین له بهرنیو هېوادونو څخه نه دي ترلاسه کړي چې مخه ېې پرې ونیول شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*