دپښتونړیواله ورځ

سرلیکنه
د ډیرویاړ اوسرلوړۍ ځای دی چې دنورو ورځو او نورو ژبو په څیر پښتو په نړیواله کچه نمانځل کیږي دافغانستان په داخل او بهرکې ټول پښتانه دخپلې پښتو ژبې سره په مینه ښوولو او دخپلې پښتو دثابتولو په خاطر غونډې کوي ددی ورخې په ویاړ هاغه څه په خپلوکې دبحث لاندې نیسې چې پښتوژبې ته وده ورکولای شي او هڅې کوي چې څرنګه دپښتو ژبې پر وړاندی خنډونه په خپلوعلمي بحثونو او علمي خدمتونو له منځه یوسي.
ددې مبارکې ژبې( پښتو) نړیواله ورځ یوځانګړی تاریخ لري ددې ورځې نمانځل دپښتنو د ۷۰۰۰کالو تاریخ راژوند ی کوي دګرشاسب بابا دخوبونو تعبیرونه اوس روښانه کوي دمیرویس خان نیکه ارمانونه پوره کوي او دلوی احمد شابابا نقشه پلې کوي .
دپښتوژبې استادان، محصلین، شاعران ، لیکوالان او مینه وال دهېواد په داخل اوبهرکې په ډیره مینه دپښتو دنړیوالې ورځې په مناسبت سره را غونډیږي ددې ورځې دنمانځلو ترڅنګ په څیړنیزه توګه دپښتو ژبې د ودی او پرمختګ په وړاندی په علمي لارو د پرتو خنډونو په وړاندی تدابیر نیسي.
په افغانستان کې پښتنوته په اساسي قانون کې دخپلې ژبې د ویلو او لیک لوست حق حاصل دی خو ځنی پښتنو خپله داحق خپل کړی نه دی، په پښتو خبرې نه کوي او له ځنو پښتنو دا حق په یو اوبل نوم اخستل شویدی په شعوري ډول سره داسې څه رامنځ ته کیږی چې پښتو ویل اولیکل له منځه وړي اویاېې کمرنګه کوي لکه دکابل په ښآرکې دپښتنو لخوا پښتو نه ویل او یا په دولتي ادارو کې په پښتو ژبه مکتوبونه،نه لیکل چې دا عمل په شعوري توګه ترسره کیږي .
په یوشمیر ولایاتو او په ځانګړی توګه په کابل کې دهرې ژبې ویونکی که په خپله ژبه خبرې کوي غوره ګڼل کیږي خو که پښتون په پښتو ژبه خبرې کوي بیا دمتعصب په نوم یادیږي همدا شعوري فعالیتونه دی چې دپښتو پرخلاف ترسره کیږي دهرې ژبې خاوند باید په خپله ژبه په خپلو کې دپوهاوي په خاطر خبرې وکړی او داېې حق دی خو که پښتون دخپل ۷۰۰۰کلن تاریخ په احساس سره په پښتو خبرې کوي په عام نظر اوذهن کې دمتعصب ټاپه پرې لګول کیږي چې دا او دیته ورته اعمال دی چې باید پښتانه درک کړي.
پښتانه دهیڅ چا د ژبې خلاف نه دي بلکې قدرېې کوي لکه څرنګه چې مونږ دخپلې پښتو سره مینه لرو دا رنګه دهرچا حق دی چې خپلې ژبې سره مینه وکړي مونږ په پوره درناوي دهرچا دژبې حق و روکولو مرسته کوو .
دپښتوژبه یواځې په مشاعرو، ادبي غونډو او دلیکوالوپه کړاوونو دپرمختګ مخ نه شی لیدلای البته ډیرې ګټې به ېې ترلاسه کړی وي خو پښتو ژبې ته باید په مذهبي، سیاسي اواقتصادي ډګر کې کار وکړل شي ټول افغانان هغه ولسي وګړي وي او که په دولتي نا دولتي ادارو کې علمي سټې باید دخپلې پښتو هراړخیز ملاتړ وکړي په هره کچه دپښتو دپرمختګ لپاره کار وکړي او دنورو ژبو سره دسیالۍ ترڅنګ لکه څرنګه چې پښتانه په خپل ویاړلي تاریخ کې سلالاران دي دا ډول پښتو هم دنورو ژبوته په پوره درنښت یا سیاله او یاېې سالاره کړي.
پښتوژبه یواځې په مشاعرو او دپښتو په کتابونو چاپولوپرمختګ نه شي کولای البته د ۴۰کالو راهیسې مو دپښتو د کتابونو، مجلو ، ورځپاڼو، اونیزو او جریدو په چاپولو کې ډیرڅه ترلاسه کړل خو بیاهم دپښتو ژبې دپرمختګ اساسي کارونه اړین دي، پښتوژبه باید اقتصادي ژبه شي، هنري ژبه شي او دومره سیاسی شي چې په ټولو سیاسی ډګرونوکې ځلانده شي دا ارمان هله پوره کیدی شي چې دپښتنو شاعرانو، لیکوالو او دپښتو کتابونو دچاپولو ترڅنګ اکاډیمیک او علمي شخصیتونه خپل فرایض او خپل رسالت سره ته ورسوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*