د روژې فديه او کفاره

لیک: س، سیرت
زمونږ داسلام په مبارک دین کې ترټولو ادیانو پاکې ، روښانه او الله ته د نږدیوالي لارې شته چې که کوم انسان دمبارکې روژې په میاشت کې په خپل عبادت ونه توانیږی کمزوری وي نو بدله ېې الله ورکوي او ددې بدلې لپاره ېې ډیرې اسانه لاری ټاکلی دي چې دروژې په مبارکه میاشت کې د همد ې اسانو لارو په وسیله خپل مقصد ترلاسه کولای شي.
هغه کسان چې دروژې په مبارکه میا شت کې دروژې دنیولو توان نه لري، دعمر په زایاتوالي سره روژه نشي نیولې دې شخص ته شیخ فانی ویل کیږي یا ورته عمر خوړلی هم ویل کیږي هغه که روژه وخوري ورته جواز شته ، هغه خلک چې پرځمکو ېې دغنمو فصل کیږي هغه به دهرې خوړل شوي روژې په بدل کې ۱۹۰۰ګرامه غنم ورکوي ددې غنمو ورکړی ته کفاره یا فدیه ویل کیږي.

دوهم : که يو شخص وفات شي او په ده باندې د روژې قضايي وي نو دوه حالتونه لري
که چرې په داسې حال کې وفات شوی وي چې د روژې د قضايي لپاره يې امکان نه وي موندلی لکه : کم وخت ، يا عذر لکه مرض او سفر نو د جمهورو علماؤ په وینا پر هغه باندې څه نشته .
مګر که يې د فديې ادا کولو وصيت کړي وي وصيت يې صحيح دی وارثان به د ده د ترکې له دريمې حصې څخه هغه ادا کړي.
که چرې يو شخص په داسې حالت کې وفات شي چې د روژې د قضايي لپاره يې امکان وس یا توان وي خو قضايي نه وي ادا کړې نو د هغه وارثان به د هرې ورځې په بدل کې فديه ورکوي.
دروژ ې دخوراک جوازداسلامی روایاتو له مخې شیخ فاني، دسفر به حالت کې، سخت مریض، هغه حامله ښځه چې اولاد ته ېې تاوان رسیږي، یا کومه ښځه چې دحیض او نفاس په حالت کې وي بې له دې عذرونو بل هیڅ چاته د روژې د خوراک جواز نشته .
که څوک د شرعې عذر پرته روژه وخوري نو په هغه باندې کفاره او قضايي دواړه لازميږي
کفاره : د غلام ازادول يا دوې مياشتې پرلپسې روژې نيول او يا هم شپيتو مسکينانو ته دوه وخته خوراک ورکول دي.
لله الحمد په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو چې روژه خوراک کفر یا کفرته نږدیوالی بولي ددې نه داثابته شوه چې زمونږ ټولنه یواځې دروژې په اړه نه بلکې په ټولو اسلامی روایاتو ټینګ ولاړده او دخپلو رویاتو په ساتلو هرقربانۍ ته حاضردي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*