اندرابی پولیسوته: که په موټرسایکل څه پیښه وشوه له دندو به ګوښه کړل شي

 

وروسته له هغې چې دکابل په ښارکې په موټرسایکل سپرو مرګوڼې بیښې وکړي او هم ېې یوشمیر سوداګر وتښتول د کورنیو چارو سرپرست وزیرمسعود اندرابي د کابل ښار د امنیتي حوزو مسؤلینو ته خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته که یې د مسؤلیت سیمو کې د موټرسایکل لروونکو کسانو لخوا کومه دمرګ ژوبلې پیښه ترسره شي، سره له قوماندانه به له دندې ګوښه کېږي
تېرماښام د کابل ښار دوولسمې حوزې اړوند سیمه کې دوه پولیس د موټر سایکل لروونکو کسانو لخوا په ډزو وویشتل شول، د راپورونو په اساس یوپولیس ژوبل او بل وژل شویدی.
دکورنیوچارو دوزارت لخوا دکابل پرپولیسو زور په دې را وړل شوی چې په یوڅو سیموکې د هدفي وژنو او تښتونو پیښې رامنځ ته شوی او دکابل ښاریانو ژوند ېې تریخ کړی، پر موټرسایکلو دابنریز ترمامعلومې مودې پورې لګیدلی دی .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*