پښتانه په نوي درشل کې

ارواښاد قدرت الله حداد
جنرال مشرف پوهیږي پخواني جنرالان چې دته ورته جنرالان وو پرکومه لاړل؟
که یوکال هم پرې خپل عمر ډیرولای شي هغه وسیله کاروي،خودرې واړه سپنتا، قانوني او مشرف د پښتنو له تاریخه سترګې پټوي، پښتونولي نه پیژني او د ګرشاسب بابا نوم ېې نه دی اوریدلای .
ګرشاسپ بابا دطبقات ناصری پرحوالی کومی خزانی چې ده مهر ولاک کړی وی څلور زره کاله چا نه وی پرانستې او پښتانه دهغه له زړي دی نو څه به له هغه میړنی دوی ته رسیدلی وي.
دادی د شبږو ویشتو هیوادونو له عسکرو سره لاس او تڼي دي دا به بر خولی ویلو اسانه وی خو په عمل کې ېې څوک اټک هم نه شی کولای .
دا چې وايي پاکستان ورسره مرسته کوي دپآکستان کوم ځواک له امریکي او اروپا ډیر دی ؟
پښتانه وايی: کوږ کیښنه سم غږیږه
مینه ملک ارامۍ نه دی فتور دی
خطاشوی په کې وار دهر مغرور دی
دجهان ښآدۍ سړی غم دی خوږه زهر
چې دشق له طاغوتي رنځه رنځور دی
مونږ ښه پوهیږو چې ګرشاس بابا ډیره ستره او درنه دنده پښتنو له ښودلی هرلوری له ېې نهرونه استلی پیاوړتیا او خوشحالۍ ېې راوستې دي ګرشاسب بابا پرشانه دی تللالی.
حکیم اسدی طوسي ویلي:
لښکر کې ګرشاسب خو چې ژوندی و
نه چا غورځولای و نه چاغورځولای و
په هند و سند روم او چین کې له جګړې
کړی بې هغه چې نه رستم کړای و
پښتانه څنګه نوی درشل له راغلل ، چې شپږو وشتو هېوادونه ېې جګړې ته راغلي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*