په کمکي اختر کې به کابل بشپړ قرنطین وي

دافغانستان په ولایاتو او په ځانګړي ډول دکابل په مرکز کې د کرونا وایرس پیښې ورځ په ورخ مخ په زیاتیدو دي له دې امله د کابل والي خلکو ته خبرداری ورکړ چې د کرونا وبا له امله اختر د خپلو کورنیو غړو سره په کور کې تېر کړي، ځکه په وینا یې د اختر ورځو کې د خلکو په تګ راتګ جدي بندیز لګول شوی دی.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري د خبري ناستې پرمهال تر اختر وروسته د کابینې له لوري تایید شوې طرحې په اړه وویل، چې په تدریجي ډول به له کابل ښار څخه قرنطین لرې کړل شي خو داختر په ورځو کې باید په بشپړتوګه ګرځبدندیز مراعت شي .
نوموړي هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو کچې ته په کتو وویل چې تر اختر وروسته به خلک په درې بیلابیلو وختونو کې خپل کار ته دوام ورکړي.
د نوې طرحې له مخې چې د کابینې لخوا هم منل شوې، د تل په څېر د خوراکي توکو پلورنځي، د تازه میوې او ترکارۍ پلورونکي، روغتونونه، قصابۍ، مرستندویه موسسې، بانکونه، او د تېلو او ګازو پلورنکي د روغتیايي لارښونو په پلې کېدو کولای شي خپل فعالیت ته په عادي ډول دوام ورکړي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*