د هانګ کانګ کورواکي ختمولی شي

په چېن کې ډیر ایالتونه شته چې کورواکې ېې پرځای پاتې ده خو اوس د چین حکومت په هانګ کانګ کې داسې امنیتي قانون په پام کې نیولی چې ممکن د هانګ کانګ کورواکي ختمه شي..
دچین پرخلاف په دې وروستیو کې دغربی هېوادونو لخوا ډیر تبلیغات کیږي چې د بیلتون په نوم مظاهرې پېل کړي خوچېن ېې دمخه تدابیر نیولي دي چینايي چارواکو ویلي د دې قانون له مخې، هر هغه اعتراض منع شوی چې بلوا یا بېلتون غوښتنه وبلل شي
د چین رسنۍ دا قانون د ملي امنیت ملاتړی، خو مخالفان یې د هانګ کانګ د کورواکۍ ختمولو په مانو بولي.
تېرو څو کلونو کې هنکانګ کي اعتراض کوونکي د هغه څه لپاره سړکونو تهوووتل، چې د هانګ کانګ د کورواکۍ د ګام په ګام ختمول او د بېجېنګ له خوا د دې سیمې د کنترول ولکه کول یې بولي.
هانګ کانګ کې د برتانیا وروستی والي کریس پټن وايي، دا نوی قانون که تصویب شي “د هانکانګ پر کورواکۍ پوره برید دی

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*