دفطرصدقه (سرسایه)

لیک: س، سیرت
الله تعالی دمسلمانانو لپاره له ګناهونو څخه دژغورنې، دثوابونو دترلاسه کولو او جنت ته د داخیلیدو ډیر ې لیارې برابرې کړیدي او دتل لپاره چې یو انسان نیک اعمال کوي او دنورو مسلمانانو سره دالله د رضالپاره مرستې کوي اجر او ثواب به ورپه برخه کیږي خو د روژې په میاشت کې دثوابونو لپاره ډیر لیارې الله برابره کړدي چې د لیلة القدر دشپې ترڅنګ دمسلمانانو او په ځانګړې توګه روژه نیوونکو لپاره دفطر صدقه یا په عامه اصطلاح سرسایه ده چې په دې مبارکه میاشت کې پر مسلمانانو ځانګړي پیرزوینه الله پاک کړيده.
قطر په اصل کې روژې ماتولو ته وايي چې په عامه اصطلاح ځنې خلک ېې افطاری بولي دلته ددې فطرنه چې یادونه ېې کوو دصدقې ما نا ده چې روژه نیوونکې د روژه ماتي صدقه ورکوي هغه چاچې روژه نیولې وي دالله تعالی دشکراني په اداکولو کې صدقه ورکوي چې ددې صدقي ورکړه واجب ده خو زمونږ په ټولنه کې دسالمې عقیدې په اساس دا واجب صدقه ترډیره حده مسلمانانو پرخان ترواجب هم لوړه منلی ده چې باید بې وزلو ته ېې ورکړي او خپله غاړه خلاصه کړي.
داد فطر صدقه هغه وخت ورکول کیږي چې د روژې مبارکه میاشت به تمامیدو شي عام خلک چې دروژې ۲۸ یا ۲۹ شي دفطر صدقه یا سرسایه ورکوي
بله داچې که په روژه نیولو کې دروژه نیوونکو څخه څه خطاګانې شوي وي یانې انسان ډير کمزورې دی څه ناڅه غلطي ترې شوی وي حکمت پکې دادې چې داسرسایه به ېې کفاره شي.
د حضرت عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې : رسول الله صلي الله عليه وسلم د فطرصدقه ددې لپاره مقرره کړې ده چه هغه روژه نيوونکی د عبثو او بی ګټی کارونو او د بې حيا لارو څخه پاک او را وګرځوي او ترڅنګ ېې د غريبو بې وسو خلکو لپاره د خوراک څښاک زمینه هم برابره کړل شي
دسرساېې د ورکړې په اړه علماء کرام فرمايي چې باید داختر دلمانځه دمخه ورکړل شي او هغه څه په لاس ورشي چې دصدقې په ورکړې روایات شويدي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*