خلیلزاد: دواړه خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي

دافغانستان لپاره دامریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د اشرف غني او عبدالله سره له کتنې وروسته په قطرکې د طالبانو دسیاسي دفتر دمشر ملاعبدالغني برادر او نورو مشرانو سره کتلي دي.
خلیلزاد د طالب مشرانو سره دکتنې په اړه په خپل ټویټر لیکلي د طالب مشرانو سره مې دپرګرام له مخې کتنه درلوده او وسره مې ولیدل څو په قطرکې د امریګا او طالبانو ترمنځ شوي موافقه عملي کړل شي.
خلیلزاد لیکلي چې دقطر دموافقې له مخې باید دتاوتریخوالي په اړه شوې موافقه، بین الافغاني مذاکرات، دبندیانو خلاصون او له افغانستانه په تدریجې توګه دبهرنیو پوځونو وتلو په عملي کولو مو ټنګار وکړ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*